د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنشنل) د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د فبرورۍ په ۲۱ او ۲۲ مه د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي. د بشري حقونو دې مخکښ سازمان د یادو پېښو په اړه د یوې هر اړخیزې، خپلواکې او بېطرفه څېړنې غوښتنه کړې ده. د ایمنسټي انټرنېشنل یوه ویاند ویلي: «د ملکي وګړو د زیانونو دا راپورونه ډېر اندېښمنوونکي دي او باید ژر تر ژره وڅېړل شي. د ملکي وګړو ساتنه د نړیوالو قوانینو له مخې یو بنسټیز مسئولیت دی.» دا پېښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند د لانجمنې کرښې په اوږدو کې د ملکي تلفاتو د دوامداره لړۍ یوه بله بېلګه بلل کېږي. د ۲۰۲۵ م کال د اکتوبر او ډسمبر ترمنځ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت UNAMA راپور ورکړی، چې د افغان ځواکونو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د نښتو پر مهال ۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷۸ نور ټپیان شوي دي. د بشري حقونو فعالانو او سیمهییزو څارونکو د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د ننګرهار ځایي چارواکو هم دغه بریدونه غندلي او ټینګار یې کړی، چې بېګناه کورنۍ، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، د دې تاوتریخوالي اصلي قربانیان دي. امنسټي انټرنېشنل یو ځل بیا له ښکېلو لورو غوښتي، چې د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د ساتنې لپاره ټول اړین ګامونه واخلي. د دې سازمان ویاند زیاته کړې: «هغه کسان چې پوځي عملیات ترسره کوي باید ډاډ ترلاسه کړي، چې کړنې یې ملکي وګړو ته زیان نه رسوي او د زور کارونه په بشپړه توګه له نړیوال بشردوستانه قانون سره سمې وي.» دغه بنسټ همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې پر ښکېلو لورو فشار راوړي څو زغم وښيي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د لا زیات تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د ډیپلوماټیکو لارو چارو په لټه کې شي.



