سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مسکو کې د چاودنې له امله درېیو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

روسي رسنیو راپور ورکړی، چې د مسکو په یوه له ګڼې‌ګوڼې ډکه سیمه کې د چاودنې له امله یو پولیس افسر وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي. د تاس خبري اژانس په راپور کې ویل شوي، چې دا برید تېره شپه د ساویولوفسکي ریل سټیشن ته نږدې شوی دی. په راپور کې ویل شوي، چې د ترافیک پولیسو موټر ته د یو کس له نږدې کېدو سره سم چاودنه شوې چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي. د روسیې د تحقیقاتو کمېټې د «د قانون پلي کونکي افسر د وژنې هڅه» او «د چاودیدونکو توکو غیرقانوني ملکیت» په تورونو یوه قضیه پرانیستې ده. د تاس لخوا خپاره شوي عکسونه د پولیسو یو خراب زیانمن شوی موټر ښيي، چې ماتې شوې کړکۍ او ټوټې یې په سړک کې پراته دي. په دې وروستیو اوونیو کې د روسیې د پوځي چارواکو پر وړاندې څو هدفي بریدونه راپور شوي دي. د فبرورۍ په لومړیو کې د استخباراتو پر یو لوړ پوړي افسر ډزې او هغه بمي چاودنې، چې «جنرال فانیل سروروف» او د دوو پولیسو په ګډون درې نور کسان په کې ووژل شول. اوکراین د دې بریدونو ځینې مسئولیت په غاړه اخیستی دی، لکه د برېښنایي سکوټر بمي چاودنه چې له امله یې جنرال ایګور کیریلوف (د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي محافظتي ځواکونو مشر) ووژل شو.

- Advertisment -spot_img