سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هند او پيرو کې د الوتکو د رانسکورېدو له امله ۲۲ تنه سپرلۍ وژل شوې

د هند په ختیځ ایالت چهارکنډ کې د یوې الوتکې د غورځېدو له امله سپاره ټول اووه تنه وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، دا پېښه د سخت توپان او باران (تندر او برېښنا) پرمهال رامنځته شوې ده. د هند د ملکي هوايي چلند عمومي ادارې ویلي: د Beechcraft C90 ډوله الوتکه چې د ایالت له پلازمېنې رانجي څخه پورته شوې وه د خرابې هوا له امله د الوتنې د مسیر د بدلون غوښتنه کړې وه، خو تر دې وروسته یې له کنټرول مرکز سره اړیکه پرې شوه او له راداره هم ورکه شوه. الوتکه د چاترا ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې لوېدلې. د یادې ولسوالۍ مرستیالې کمېشنرې، کیرتي شري جي ویلي: «موږ ټول مړي راایستلي او د پوسټ‌مارټم او نورو پلټنو لپاره مو لېږلي دي.» هغې زیاته کړې چې پېښه د سخت توپان پرمهال را منځ ته شوې ده. چارواکي وایي، په وژل شویو کې دوه د الوتکې د عملې غړي، یو ناروغ او د هغه خپلوان شامل دي. د ناروغ خپلوانو خبریالانو ته ویلي، چې سنجې کمار نومې ناروغ د اورلګېدنې په پېښه کې ټپي شوی و او تر دې وړاندې یې په رانچي کې درملنه روانه وه، خو د لاښې درملنې لپاره د هوايي امبولانس له لارې لېږدول کېده. په همدې حال کې، د هند د الوتکو پېښو د پلټنې ادارې یوې ځانګړې ډله د پېښې ځای ته استولې، څو د دې خونړۍ پېښې اصلي لاملونه وڅېړي. د هوايي چلند کارپوهان وايي، د الوتکو ډېری پېښې د څو عواملو د ګډ اغېز پایله وي او دا ډول پلټنې کېدای شي تر یو کال یا زیات وخت ونیسي. • د غه راز پیرو کې هم د چورلکې غورځېدو پرمهال ۱۵ سپرلۍ وژل شوې دي، د پیرو هېواد سویل ته «مي-۱۷» ډوله پوځي چورلکه غورځېدلې او په کې سپاره ټول ۱۵ تنه وژل شوي. د راپورونو پر بنسټ، چورلکه د «آرکیپا» سیمه کې نسکوره شوې. د پیرو هوايي ځواک په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ژغورنې ډلو د چورلکې د څلورو عملې او ۱۱ مسافرو مړینه تأیید کړې چې په الوتکه کې سپاره وو. د پېښې د لامل مشخصولو لپاره څېړنې پیل شوي دي.

- Advertisment -spot_img