سياسي فعال او مشهور خبریال سمیع یوسفزي د طالبانو مشر ته په یو پرانیستي لیک کې د هغوی پر سیاستونو کلکې نیوکې کړي او خبرداری یې ورکړی، چې د دوی اوسنۍ کړنلاره هېواد د بشپړې نړیوالې انزوا او نابودۍ خوا ته بیايي. یوسفزی ویلي، چې د طالبانو د کمزوري سیاست له امله يو ځل بیا د یوې کورنۍ ۱۷ تنه بېګناه غړي شهیدان شول، خو نړۍ ځکه چوپه خوله ده، چې د پاکستان روایت مني او دغه افغانان “دهشتګردان” بولي. هغه لیکلي، چې یو ځل طالبانو د “عربي القاعده” په نوم د ۵۲ هېوادونو پوځونه پر ملت راوستل او اوس یې بیا د “پاکستاني ټي ټي پي” په پلمه بېګناه افغانان د میزایلو ښکار کړل. سمیع یوسفزی ټینګار کوي، چې د نجونو او ښځو پر وړاندې محدودیتونو او د طالبانو تعصب، افغانستان د نړۍ د بمباریو په “مشق تخته” بدل کړی دی. نوموړي غوښتنه کړې، چې طالبان باید د واک انحصار له “مطلق بېسواده چوکاټه” وباسي او ملي کدرونو ته ځای ورکړي، ځکه چې د کلاشينکوف جګړه د هېواد دفاع نه شي کولی. په لیک کې راغلي، چې طالبان حتی د بګرام هوايي ډګر لپاره یو ساده “راډار” نه شي اخیستی، ځکه هېڅوک دوی ته د یو مشروع او باوري لوري په سترګه نه ګوري. یوسفزي په پای کې لیکلي، چې “مشروعیت او همه شموله حکومت” د ټولو دردونو علاج دی او که طالبان دا کار ونه کړي، دا مایوسه او مظلوم ملت به حتماً د هغوی پر وړاندې قیام کوي.



