چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

انالینا بربوک: د طالبانو پر وړاندې دې نرم چلند پای ته ورسېږي

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې مشرې انالینا بربوک په افغانستان کې له کار او زده کړو د ښځو او نجونو محرومیت د بشري حقونو تر ټولو کلکه سرغړونه وبلله. هغې نن دوشنبه په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۱ غونډې ته خپله وینا د افغان ښځو او نجونو د حقونو په موضوع پیل کړه. بربوک تر دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وه. هغې د وزارت پر مهال هم د افغان ښځو او نجونو د حقونو د نقض په تړاو خپل غږ پورته کړی وو. اغلې بربوک دغو بشري حقونو سرغړونو ته په پام چې د دې په خبره ځینې یې جنسیتي اپارتاید بولي نړیوالې ټولنې ته د طالبانو په وړاندې د نرم چلند خبرداری ورکړ. اغلې بربوک ویلي، هغه تصور چې د کندهار د طالبانو په پرتله د کابل ډله معتدله دي ناسم ختلی دی. د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې همداراز ویلي، دوی په دې بحثونه کوي چې څنګه افغانستان کې اړمنو ته بشري مرستې ورسوي دې ته په پام، چې د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون افغان ښځې له کار کولو منع شوي دي.په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازی نصير اندېشه وايي: ​د ملګرو ملتونو په مقر جینوا کې د بشري حقونو د شورا یو شپېتمه (۶۱) غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي، د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک، د عمومي مجمع د رییس او د بشري حقونو د عالي کمېشنر ښاغلي والکر ترک په ګډون وشوه. افغانستان د دې ناستې په کاري اجنډا کې شامل دی چې د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه به دوه راپورونه او یو تخصصي ډیالوګ او د ۲۷مې نېټې په اوږدو کې به یې په اړه جانبي ناستې ترسره شي.

- Advertisment -spot_img