سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

“د بهسود خونړي برید عاملین دې ژر تر ژره حساب‌ورکوونکي وګرځول شي”

د بشري حقونو نړیوال بنسټ (IHRF) د پاکستان له لوري د افغانستان په بهسود ولسوالۍ کې وروستی هوايي برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې د نړیوالو بشري اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده. یاد بنسټ په خپل راپور کې ویلي، چې د باور وړ ځايي سرچینو راپور له مخې، د پاکستان پوځ یو ملکي کور په نښه کړی، چې له امله یې د یوې کورنۍ لږ تر لږه ۱۶ غړي وژل شوي دي. د راپور له مخې، په دې برید کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري شامل دي، چې عمرونه یې له یو کلن ماشوم څخه تر ۸۰ کلن کس پورې رسېږي. د بنسټ په وینا، دا برید یوازې د مرګ‌ژوبلې یوه پېښه نه ده، بلکې د یوې کورنۍ بشپړ له منځه وړل دي، چې دا د بشري ارزښتونو پر وړاندې یوه ستره فاجعه ده. همدا راز ویل شوي، چې دوه ماشومان له دې برید څخه ژوندي پاتې شوي او یو بل کس ټپي شوی دی. د بشري حقونو نړیوال بنسټ ټینګار کړی، چې پر ملکي وګړو مستقیم بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون جدي نقض دی او هېڅ ډول توجیه نه لري، په ځانګړي ډول هغه مهال، چې بې‌دفاع خلک، ماشومان او ښځې په‌کې په نښه کېږي. دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دې پېښې په اړه دې سمدستي، خپلواکه او شفافه نړیواله څېړنه ترسره شي، د برید عاملین او امر ورکوونکي دې حساب ورکوونکي وګرځول شي، زیانمنو کورنیو ته دې بې‌خنډه بشري مرستې برابرې شي. په پای کې یاد بنسټ ویلي چې دوی د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي او ټینګار یې کړی، چې د ملکي وګړو ژوند او حقونه باید خوندي وساتل شي. یاد بنسټ د وژل شويو کسانو نوملړ هم خپور کړی دی: ١. شهاب ‌الدین، د ضیاءالدین پلار – ۸۰ کلن ۲. شراکت، د شهاب‌الدین زوی – ۳۰ کلن ۳. شیر، د نزاکت زوی – ۱۵ کلن ۴. فخر عالم، د نزاکت زوی – ۱۲ کلن ۵. نور عالم، د نزاکت زوی – ۱۰ کلن ۶. میر عالم، د نزاکت زوی – ۸ کلن ۷. فرشته، د نزاکت لور – ۱۷ کلنه ۸. خدیجه، د نزاکت لور – ۱۵ کلنه ۹. مروه، د نزاکت لور – ۶ کلنه ۱۰. محموده، د نزاکت مېرمن – ۴۰ کلنه ۱۱. بي بي روضه، د زین‌العابدین لور – ۳۰ کلنه ۱۲. ناظمه، د شراکت لور – ۱۶ کلنه ۱۳. شمس، د شراکت زوی – ۱۴ کلن ۱۴. افتاب، د شراکت زوی – ۱۰ کلن ۱۵. باسط، د شراکت زوی – ۵ کلن ۱۶. محمد، د شراکت زوی – ۱ کلن ټپي: ١٧. ریاض‌الله، د نزاکت زوی – ۲۰ کلن

- Advertisment -spot_img