سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بادغیس ټرافیکي پېښه کې نهه تنه مړه او ۳۵ ټپیان دي

د بادغیس امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې د هرات-بادغیس پر لویه لار د یوه ۴۰۴ ډوله مسافروړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله نهه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ نور ټپیان شوي دي. بادغیس کې د طالبانو د امنیې قومنداني ویاند، صدیق‌الله صدیقي وايي، دا پېښه نن یکشنبه، کب درېیمه، له غرمې مخکې د «پُشته لامان» په نوم سیمه کې رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، د دې ترافیکي پېښې اصلي لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي بلل کېږي. صدیقي زیاتوي چې د پېښې په مړو شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو د کره شمېر په اړه یې څه نه‌دي ویلي. امنیتي چارواکي همدارنګه وايي چې د پېښې ټپیان د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه مسافروړونکي موټر کې ۴۴ تنه سپاره وو او له هرات ښار څخه د بادغیس د مرکز قلعه‌نو پر لور روان و.

- Advertisment -spot_img