په بدخشان کې ځايي طالب چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې پنځو تنو ژوند بایللی دی. بدخشان کې د طالبانو تر ولکې لاندې د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي، چې د کشم او تشکان ولسوالیو پر لاره یو فرونر موټر سیند ته لوېدلی دی. د نوموړي په خبره، څلور مړي له سینده اېستل شوي او د پاتې یو جسد د موندلو هڅې روانې دي. ویل کېږي، چې د دغه موټر ټول سپاره کسان د بدخشان د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکي وو. پرون په کشم ولسوالۍ کې هم یو کس په ترافیکي پېښه کې مړ شوی و. شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په ارغنجخوا ولسوالۍ کې د یوې ترفیکي پېښې په پایله کې ۱۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی و.



