سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې ورځ تر بلې د ماشومانو خوارځواکي زیاتېږي

ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې افغانستان د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ له جدي بحران سره مخ دی. یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې د نړیوالو مرستو کمښت د میلیونونو ماشومانو وضعیت لا پسې خراب کړی دی. د راپور له مخې، له څلورو میلیونو هغو ماشومانو چې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي، له هرو څلورو یې درې اړینې مرستې نه شي ترلاسه کولای. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر، جان ایلیف دا حالت بې‌ ساری بللی او ویلي یې دي، چې د بودیجې د کمښت له امله د میلیونونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ دی. د مرستو کمېدو له کبله د شاوخوا ۱۷ اعشاریه ۴ میلیونه کسانو اړتیاوې په بشپړ ډول نه شي پوره کېدای. بل لور ته، په لرې پرتو سیمو کې کورنۍ لا هم د خوراکي توکو له سخت کمښت او روغتیايي خدمتونو ته له محدود لاسرسي سره مخ دي.

- Advertisment -spot_img