سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ

نن د فبرورۍ میاشتې ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده. ژبه یوازې د خبرو وسیله نه ، بلکې تاریخ، دودونه او ارزښتونه پکې ژوندی وي. دا ورځ د دې لپاره نمانځل کېږي چې خلک خپلې مورنۍ ژبې وساتي او ارزښت يې وپېژني. د مورنۍ ژبې ورځ یوه له هغو مهمو ورځو څخه ده چې هر کال د فبرورۍ په ۲۱ مه په زیاترو هېوادونو او د یونسکو سازمان په چوکاټ کې د څو ژبو هېوادونو د استازو په ګډون نمانځل کېږي ژبه د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د کلتور د لېږد او لېږدولو يوه مهمه وسيله ده. خو مورنۍ ژبه هغې ژبې ته ویل کېږي، چې یو ماشوم یې له کوچنیوالي څخه له خپلې مور، پلار او یا له خپلو نږدې کسانو څخه زده‌کړې وي. نړیوال لیکوال نېلسن منډېلا ویلي:« که له یو چا سره په داسې ژبه خبرې وشي چې هغه یوازې مفهوم ترې واخلي، ستاسو خبره به د هغه مغز ته ولوېږي، خو که له هغه سره په مورنۍ ژبه خبرې وشي، ستاسو خبرې به د هغه زړه ته ولویږي.» ځکه د مورنۍ ژبې ارزښت په دې کې دی چې ماشومان کولی شي په اسانۍ سره خپل عواطف او احساسات تر نورو ورسوي. بله ګټه یې دا ده چې زده‌کړه ورته اسانه وي او پرته له کومې ستونزې کولی شي د ژورو معلوماتو مفاهیمو ته ننوځي. سربېره پر دې مورنۍ ژبه یوازې د ماشومانو لپاره نه، بلکې د یو ملت لپاره هم زیات ارزښت لري ځکه ډېری فرهنګي میراثونه موږ هغه وخت پېژندلی شو چې اصلي ژبه یې ژوندۍ وي. د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان «یونسکو» د فبرورۍ ۲۱مه په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه. یونسکو دا ورځ د دې لپاره د مورنۍ ژبې په نامه ونوموله، چې له یوې خوا د بېلابېلو قومونو ترمنځ ژبني تنوع ته درناوی او له بلې خوا د ژبنیو تضادونو له امله د سپکاوي او ځورونې او د مورنۍ ژبې د له ‌منځه ‌تللو مخنیوی وشي.

- Advertisment -spot_img