پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

میټا کمپنۍ ميسنجر پاڼه په بشپړه توګه تړي

په نړیواله کچه د ټکنالوژۍ لوی شرکت “میټا” اعلان کړی، چې د ۲۰۲۶ م کال د اپرېل میاشتې په اوږدو کې به د میسنجر ځانګړې ویب‌پاڼه په بشپړ ډول بنده کړي. له دې وروسته به کاروونکي نشي کولای په خپلواک ډول له دې پاڼې ګټه واخلي. دوی وايي؛ هغه کسان چې لا هم دا ویب‌پاڼه کاروي، په اتومات ډول به د فیسبوک اصلي پاڼې ته واستول شي. میټا لا وړاندې د ۲۰۲۵ م کال په ډسمبر کې د وینډوز او مک لپاره د میسنجر ځانګړي اپلیکیشنونه له کاره غورځولي وو. د دوی په وينا، ستاسو ټولې خبرې اترې او چټونه به خوندي وي. کاروونکي کولای شي خپل تېر تاریخ د فیسبوک د اصلي پاڼې یا د موبایل اپلیکیشن له لارې ترلاسه کړي. د ميټا په خبره، دا پرېکړه تر ټولو ډېره هغه کسان اغېزمنوي، چې د فیسبوک اکاونټ یې نه درلود او یوازې د میسنجر له لارې یې له ملګرو سره اړیکه ساتله. کله چې ویب‌پاڼه بنده شي، دا ډول کسان به په کمپیوټر کې خپلو چټونو ته لاسرسی ونلري او مجبور به وي، چې یوازې له موبایل اپلیکیشن څخه ګټه پورته کړي. د يادونې وړ ده، چې میسنجر په ۲۰۱۱ کال کې د لومړي ځل لپاره د یو جلا اپلیکیشن په توګه معرفي شو. میټا اوس غواړي خپل خدمات سره یوځای کړي ترڅو په لږو سرچینو ډېر کار واخلي.

- Advertisment -spot_img