د سپوږمکیو تصویرونه ښيي، چې د ایران حکومت په دې وروستیو کې په خپله یوه مهمه پوځي اډه کې نویو تاسیساتو باندې د کانکریټو یو سپر جوړ کړی او هغه یې په خاورو پوښلی او بند کړی دی. دغه راز تصویرونه ښيي، چې د ایران حکومت د یوې اټومي اډې ورودي تونلونه، چې تېر کال اسرائیلو سره د ۱۲ ورځنۍ جکړې پر مهال دامریکا لخوا بمبارد شول پوښلي دي. یوې بلې اډې ته نږدې ورودي تونلونه رغول شوي او د راکټونو یوه اډه چې د ۱۲ ورځنۍ جګړې په مهال زیانمنه شې وه هم رغول شوې. د رویټرز د خبري اژانس راپور کې راغلي، چې اسراییل او امریکا سره د ایران د اوسني کړکیچ په مهال دغه تصویرونه د تهران فعالیتونه څرګندوي. بلخوا واشنګټن هلې ځلې کوي، چی ایران سره یوې داسې اټومي هوکړې ته ورسیږي چې اټومي پروګرام یې محدود کړي او د جکړې مخه ونیول شي.



