د امریکا بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې، هېلري کلېنټن په خپله یوه نوې شننه کې چې په مشهورې مجلې “فارن افېرز” کې خپره شوې، په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې ویلي، چې دا هېواد د ښځو په وړاندې د کرکې او افراطیت تر ټولو توره بېلګه ده. هغې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو دا تګلاره نه یوازې د افغان مېرمنو لپاره، بلکې د نړۍ د دیموکراسۍ لپاره یو خطرناک ماډل دی. کلېنټن په خپله مقاله کې چې «د ښځو حقونه، ډیموکراټیک حقونه دي» نومېږي، لیکلي چې طالبانو واک ته له رسېدو سره سم په لومړي ګام کې ښځې له ټولنې او عامه ژوند څخه حذف کړې. نوموړې د طالبانو هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې دا محدودیتونه د اسلامي ارزښتونو برخه دي. هغې اشاره کړې،چې په نړۍ کې داسې ډېر مسلمان هېوادونه شته چې هلته اسلام او دیموکراسي په ګډه غوړېدلي دي. کلېنټن په ډاګه کړې، چې په نړۍ کې نور استبدادي مشران افغانستان ته په دقت ګوري ترڅو زده کړي، چې څنګه د ټولنې د نیمې برخې (ښځو) په ځپلو سره خپل واک تر نامعلوم وخته پورې غځولای شي. مېرمن کلېنټن د ایران مذهبي رژیم هم ننګولی او ویلي یې دي چې هلته مېرمنې د حجاب د جبري لیرې کولو په خاطر زنداني کېږي او وهل کېږي. د هغې په باور، سېکولر او مذهبي ډیکټاتوران د ښځو په دښمنۍ کې سره یو لاس دي. د امریکا دا مشهوره ډیپلوماټه باوري ده، چې د ښځو د حقونو کمزوري کول په مستقیم ډول د دیموکراسۍ د سقوط لامل کېږي. کله چې ښځې له سیاسي نفوذ، زدهکړو او عاید څخه محرومې شي، بنسټونه له منځه ځي او واک یوازې د څو محدودو کسانو په لاس کې متمرکز کېږي چې هیڅ چا ته ځواب ورکوونکي نه وي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو مخابراتو وزیر ادعا وکړه، چې نارینه ډاکټران د ښځو لپاره “محرم” دي او د درملنې پر مهال ان له هغوی څخه د “جامو ایستلو” او بدن ته یې د “لاس ور وړلو” پوره شرعي صلاحیت لري.



