په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سرمشریزې پرانیسته وشوه، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو مخالفو سیاستوالو، فعالانو او پخوانيو سیاسي بندیانو ګډون درلود. د سرمشریزې په پرانیست غونډه کې ویناوالو د افغانستان، ایران، وینزویلا، زیمبابوې، هانګ کانګ، شمالي کوریا، ، بلاروس، چین او نورو هېوادونو کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه راپورونه وړاندې کړل. د جینوا کلنۍ غونډې پر اېکسپاڼه لیکلي چې په نننۍ غونډه کې ګډونوالو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د سیاسي ځپنې، زنداني کولو او د بیان ازادۍ د محدودیتونو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي. د غونډې برخهوالو ویلي، چې په دې نړیوال فورم کې د دوی ګډون د هغو خلکو استازیتوب کوي، چې په خپلو هېوادونو کې د ازادۍ د غوښتنې له امله له ګواښ، بند او تبعید سره مخ دي. هغوی له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي. ټاکل شوې روانه سرمشریزه به سبا هم دوام ولري او د بشري حقونو ګڼ شمېر فعالان به پکې خپلې تجربې او غوښتنې وړاندې کړي. دا سرمشریزه هر کال په جینیوا کې جوړېږي او موخه یې دا ده، چې د نړۍ له بېلابېلو سیمو څخه د ازادۍ غوښتنې غږ تر نړیوالو ورسوي.



