سه شنبه, اپریل 14, 2026
سه شنبه, اپریل 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

“د نجونو زده کړې بندې، خو نارینه ډاکټران د ښځو محرم بلل کېږي”

‏د حزب اسلامي د مشر انجنير ګلبدین حکمتیار مشر زوی، حبیب الرحمن حکمتیار د طالبانو د هغه وروستي دریځ په وړاندې توند غبرګون ښودلی چې نارینه ډاکټران یې د ښځو لپاره “محرم” بللي دي. نوموړي دا پوښتنه راپورته کړې، چې ایا یو “قصدي محدودیت” ته د شریعت له مخې “اضطرار” ویل کېدای شي؟ حکمتیار استدلال کوي په داسې حال کې چې د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله په هېواد کې د ښځینه ډاکټرانو سخت کمښت رامنځته شوی، د نارینه ډاکټرانو “محرم” بلل له شرعي اصولو سره په ټکر کې دی. نوموړی ويلي چې د اسلامي فقهې د منطق له مخې، کله چې یو څوک په قصدي ډول د یوې ستونزې (د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی) لامل ګرځي، نو بیا نشي کولای له هغې څخه رامنځته شوي حالت ته “اضطرار” ووایي او د هغې په اساس غیرمحرم ته د محرمیت اجازه ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو مخابراتو وزیر ویلي وو چې ډاکټران د ښځو لپاره محرم دي او د درملنې پر مهال د هغوی د ټول بدن غړو ته د لاس ور وړلو پوره صلاحیت لري. د حبیب الرحمن حکمتیار ددې نیوکو په ټولنیزو رسنیو کې د ډېری هغو کسانو له لوري تود هرکلی شوی، چې د نجونو پر زده کړو د بندیز مخالف دي. منتقدینو ويلي، چې طالبان د دې پر ځای چې د ښځینه ډاکټرانو د روزنې لپاره د پوهنتونونو دروازې پرانیزي، غواړي په جنجالي شرعي تعبیرونو سره هغه خلا ډکه کړي، چې په خپله یې رامنځته کړې ده.

- Advertisment -spot_img