چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عراقچي: د تهران او واشنګټن لپاره د خبرو نوې کړکۍ پرانیستل شوې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ويلي، په جینوا کې پرون له امریکا سره د اټومي خبرو اترو په برخه کې پرمختګ شوی دی. نوموړي د پرونۍ غونډې د جزئیاتو په تړاو ویلي، پرمختګونه شوي او داسې یوې هوکړې ته نږدې شوي یو چې له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه تړون ته زمینه برابروي. ورته مهال امریکايي چارواکو ویلي، د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ مختلف نظرونه وړاندې شوي او پر دې نظرونو جدي بحث شوی او زیاته کړې یې ده، چې خبرو کې پرمختګ شوی. په ورته مهال د عمان بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه تړون ته د رسېدو لپاره ډېر کار پاتې، خو دواړه هېوادونه دې موخې لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي. هاخوا ټرمپ ویلي، که خبرې ناکامه شي پایلې به یې سختې وي، خو ایران وايي، که برید پرې وشي غچ به یې تر ټولو دردناک وي.

- Advertisment -spot_img