د هند او سریلانکا په کوربهتوب د شل اووریزه سیالیو نړیوال جام د نن ورځې په لومړۍ سیالۍ کې نیوزیلنډ کاناډا ته په ماتې ورکولو سره، افغانستان هم له دې جام څخه بهر کړ. د کاناډا په دې ماتې سره افغان کرېکټ ملي لوبډله هم له یاد شل اووريز نړیوال جام څخه ووت او له ډي ګروپ څخه د اتو غوره لوبډلو پړاو ته سوېليافریقا او نیوزیلنډ لاره پیدا کړه. افغانستان په دوو ماتو او یوې بریا سره دا مهال درېیم ځای کې دی. کاناډا په دې لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اوورونو کې یې، د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۳ منډې وکړې او نیوزیلنډ ته یې د ۱۷۴ منډو هدف ورکړ. د کاناډا لپاره یوفراج سمرا سلیزه وکړه او ۱۱۰ منډې یې جوړې کړې. بلخوا د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۶ اوور کې ترلاسه کړ او بریا یې، خپله کړه. ګلېن فېلېپس ناسوځېدلې ۷۶ او راچین رفنډرا ناسوځېدلې ۵۹ منډې جوړې کړې. د لوبې غوره لوبغاړی ګلېن فېلېپس ونومول شو، چې درې کېچونه یې هم نیولي وو.



