چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په ناروې کې د وژل شوي افغان هویت د هغې د مېرمنې په غوښتنه په ډاګه شو

یو افغان پناه‌غوښتونکی، چې د ناروې په «برګن» کې وژل شوی و، اوس یې د مېرمنې په غوښتنه هویت او انځور په خواله رسنیو خپور شوی دی. د ناروې رسنیو راپور ورکړی، چې ۲۸ کلن محمد طارق وزیري له خپل کوره بهر په «ارنا» سیمه کې وژل شوی او مېرمن یې هم په دغه برید کې ټپي شوې وه. د راپور له مخې، پولیسو له دې پېښې څو ورځې وروسته هغه کس چې مخکې د شاهد په توګه ترې پوښتنې شوې وې، نیولی دی. د برګن سیمې یو ۳۰ کلن افغان پر وژنې تورن شوی، خو نوموړي دا تور رد کړی دی. د پولیسو په خبره، شکمن کس جرمي مخینه نه لري، خو د دې وژنې انګېزه لا روښانه نه ده او څېړنې دوام لري. دا په داسې حال کې ده، چې په نورو هېوادونو کې هم افغانان د ورته بریدونو ښکار شوي، چې له امله یې د کډوالو ترمنځ حساسیتونه راپارېدلې دي.

- Advertisment -spot_img