چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: تهران غواړي له امریکا سره په مذاکراتو کې معامله وکړي

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ويلي، جینوا کې به له ایران سره خبرو کې په غیرمستقیم ډول ښکېل وي او باور لري، چې تهران غواړي یوه معامله وکړي. هغه نن سه‌شنبه د یران اټومي پروګرام په اړه د واشنګټن او تهران ترمنځ له خبرو پیلېدو وړاندې خبریالانو ته ویلي: «زه به په غیر مستقیم ډول په دې مذاکراتو کې برخه واخلم. او دا به خورا مهم وي.» ډونالډ ټرمپ ایران سره هوکړې ته پر رسېدو ټینګار کړی. د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي امریکا سره تر غیر مستقیمو خبرو مخکې د لیدنو لپاره سویس ته تللی دی. د ایران او امریکا ترمنځ دویم پړاو اټومي خبرې نن سې‌شنبه، د دلوې ۲۸ / فبرورۍ۱۷ مه د سویس جینوا ښار کې ترسره کېږي. خو له دې سره سره، دا خبرې له جدي خنډونو سره مخ دي. واشنګټن له ایرانه غواړي، چې د یورانیمو بډایه کول ودروي او د خبرو اجنډا پراخه کړي، تر څو غیر اټومي موضوعات هم په‌کې شامل شي. خو ایران په دې ټینګار کوي، چې اټومي پروګرام یې سوله‌ییز دی او یوازې د بندیزونو لرې کولو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام د محدودیتونو په اړه خبرو ته چمتو دی او د یورانیمو صفر بډاینه او خپله توغندیزه وړتیا د خبرو وړ نه بولي. دا خبرې داسې حال کې ترسره کېږي، چې سیمه کې د امریکا پوځي حضور پراخ شوی او د سپاه‌پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو په هُرمز تنګي کې پوځي تمرینونه کړي دي.

- Advertisment -spot_img