چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د درملو د بازار بدلون هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

د طالبانو له لوري د پاکستاني درملو پر وارداتو له بنديز سره هممهاله، په افغانستان کې د درملو بازار بدلون موندلی دی. د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې د درملو کمښت او د ځینو درملو د بیو لوړوالي د دې سکټور بازار اغېزمن کړی دی. د راپور له مخې، اوس درمل باید له بدیلو سرچینو برابر شي، چې له امله یې د لېږد وخت او د ټرانزیت لګښتونه زیات شوي او لوجستیکي چارې یې لا پېچلې کړې دي. په راپور کې راغلي، چې پخوا د لېږد لګښتونه د درملو د ټول لګښت شاوخوا شپږ تر اووه سلنه وو، خو اوس دغه کچه له ۲۵ تر ۳۰ سلنې پورې لوړه شوې ده. د راپور پر بنسټ، د سوداګرو ټولیز زیان دا مهال میلیونونو ډالرو ته رسېدلی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې پاکستان افغانستان ته جعلي او تقلبی درمل صادرول. دغه وزارت ټینګار کړی، چې چین، هند، ایران، ازبیکستان، بنګله‌دېش او بېلاروس به د پاکستان بدیل هېوادونه وي. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په وینا، هند مخکې د افغانستان د درملو بازار دویمه لویه سرچینه وه او اوس کولای شي لومړۍ سرچینه شي. د طالبانو د مالیې وزارت تېره اوونۍ د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د پاکستاني درملو واردات منع اعلان کړل.

- Advertisment -spot_img