د کرېکټ د شل اووریز نړیوال جام د لوبو په دوام کې، نن سه شنبې، د فبرورۍ په ۱۷ مه درې لوبې ترسره کېږي. د نیوزیلینډ او کاناډا، ایرلینډ او زیمبابوې، او سکاټلینډ او نیپال ټیمونه به یو بل سره مخ شي. په پرونۍ لوبو کې، د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم وتوانید، چې متحده عربي اماراتو ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړي. دغه راز پرون د انګلستان ټیم د ایټالیا پر وړاندې او د سریلانکا ټیم د استرالیا پر وړاندې بریا ترلاسه کړه. د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم راتلونکې لوبه د پنجشنبې په ورځ، د فبرورۍ په ۱۹ مه د کاناډا پر وړاندې ده. له دې مخکې، افغان ټیم په روان T20 کرېکټ نړیوال جام کې نیوزیلینډ او سویلي افریقا ته خپلې لوبې بایللي وې. دا نړیوال جام د هند او سریلانکا په ګډ کوربه توب دایر شوی دی.



