د جرمني په شمال لوېدیځ کې یو هوښیار سمندري کارغه، چې د کب نیولو جال یې په منګولو کې بند پاتې و، د یوه روغتون د بېړنۍ څانګې مخې ته ښکاره شو او دومره یې د هغه د کرکړۍ ښیښې په مښکوکه ووهلې، ترڅو د بېړنۍ څانګې د یوه کارکوونکي پام ځانته واړوي. د جرمني د شماللوېدیځ پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا مرغه په برمن ښار کې څو ځلې په مښکوکې د بېړنۍ څانګې د ننوتو دروازه ووهله، چې له امله یې کارکوونکي اړ شول د ملکي دفاع ادارې سره اړیکه ونیسي. پولیسو زیاته کړې، چې د ژغورنې ځواکونه ځای ته ورسېدل او د روغتون له طبي کارکوونکو سره یې «ډېره ښه همکاري» وکړه. د همدې همکارۍ په پایله کې په دې وتوانېدل د کب نیولو جال د دغه هوښیار مرغه له منګولو وباسي او ټپ یې تداوي کړي. له درملنې وروسته دا مرغه د روغتون د انګړ په شنه ساحه کې بېرته طبیعت ته خوشی شو. سمندري کارغه یو لوی اوبژوی مرغه دی، چې ځلانده تورې بڼکې، اوږده غاړه او تېرې منګولې لري. د ژغورنې ادارې ویلي، چې د مرغه د مرستې دا غیرمعمولي غوښتنه ځکه د پام وړ وګرځېده، چې سمندري کارغان عموماً له انسانانو ځان لرې ساتي. د بېړنۍ څانګې طبي کارکوونکو او د ملکي دفاع ژغورونکو ټینګار وکړ، چې د کب نیولو جال د مرغانو په منګولو کې بند پاتې کېدل ډېر خطرناک دي، ځکه کولای شي سخت درد او عفونت رامنځته کړي. که مرغه ونه شي کولای په عادي ډول خواړه وخوري، دا ستونزه ورو ورو د لوږې له امله د هغه د مړینې سبب کېدای شي.



