چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

استانه د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیاد هېوادونو د غونډې کوربنه ده

د قزاقستان پلازمېنه استانه نن دوشنبې د (فبرورۍ ۱۶مه) د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو د ځانګړو استازو د تماس ډلې د دویمې غونډې کوربنه ده. د قزاقستان د حکومت رسمي ویب پاڼې د فبرورۍ په ۴مه د دې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی و. دغه راز د ازبيکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشوف د قزاقستان له سفیر بیبوت اتمکولوف سره په یوې لیدنه کې د غونډې د جوړېدو په اړه خبرې او توافق کړی و. دغه هېوادونه غواړي د افغانستان له لارې ځان پاکستان سره وصل کړي څو وکولای شي خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې او تر څنګ يې هڅه کېږي د افغانستان او پاکستان اړیکې هم ورغول شي. د منځنۍ اسیا څلور هېوادونه قزاقستان، ازبيکستان، تاجيکستان او قرغزستان ډپیلوماټان د تماس ډلې تر چتر لاندې سره راټولېږي او د بحث وړ مسایل يې د افغانستان د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا سربېره په دې هېواد کې د بشري بحران پر شته ننګونو خبرې اترې دي. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت بیا د دغې غونډې د جوړېدو په اړه له ښکېلو هېوادونو د دا ډول غونډو د جوړېدو په موخه مننه کړې ده. د هغه په ټکو، د دوی د حکومت اړیکې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پخوا پرتله په ځانګړې توګه په اقتصادي برخو کې پراخه شوي دي. له نننۍ غونډې مخکې، قزاقستان او ازبيکستان د مرکزي اسیا د سوداګرۍ او اقتصادي جوړښتونو سره د افغانستان د یوځای کېدو پر اهمیت ټینګار کړی او دغه پیوستون يې د سیمې د دوامداره ثبات او د ګاونډیو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره یو له مهمو شرطونو بللي دي. د منځنۍ اسیا د ځانګړو استازو د تماس ډله د ازبيکستان په نوښت په ۲۰۲۵ م کال کې رامنځته او لومړۍ غونډه يې تېرکال د اګست په ۲۶مه په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوه. د دغې ډله د رامنځته کېدو موخه په سیمه کې د افغانستان جیوستراتیژیک رول او له مرکزي آسیا سره یې تاریخي اړیکو ته په پام د دې هېواد پر وړاندې د یوه متوازن او همغږې تګلارې رامنځته کول دي. د تاجيکستان او قرغزستان پر خلاف ازبيکستان او قزاقستان په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، ورسره سیاسي، سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړي کړي دي.

- Advertisment -spot_img