چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د غزې د بیارغونې لپاره د امريکا تر ۵ میلیارد ډالرو زیاتې مرستې ژمنه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبر ورکړی، چې د غزې د سولې بورډ غړي هېوادونه به په خپله راتلونکې غونډه کې، چې راتلونکې پنجشنبې ترسره کېږي، د غزې د بیارغونې او بشردوستانه کارونو لپاره د پنځو میلیارد ډالرو څخه د زیاتې مرستې ژمنه اعلان کړي. ټرمپ د تروث سوشیل په یوه پوسټ کې ویلي، چې غړي هېوادونه به په فلسطین کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د “نړیوال ثبات ځواک” د یوې برخې په توګه زرګونه سرتېري هم ځای پر ځای کړي. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د اوربند سربېره اسرائیلي رژیم په غزه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او هره ورځ د دغو بریدونو له امله ګڼ شمېر فلسطینیان شهیدان او ټپیان کېږي.

- Advertisment -spot_img