د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، نن شنبه مونیخ امنیتي غونډې ته ویلي، نړیوال نظم باید د هېوادونو پر ملي ګټو لومړیتوب ونه لري. د نوموړي په خبره، واشنګټن د ناټو تړون پرېښودلو هوډ نه لري، خو داسې متحدان غواړي، چې له خپله ځانه د دفاع وړتیا ولري. روبیو د امریکا او اروپا ترمنځ د اتحاد پر دوام ټینګار کړی او زیاتوي، چې د اروپا راتلونکی به هېڅکله د امریکا لپاره بې ازرزښته نه وي. په دې غونډه کې د چین بهرنیو چارو وزیر بیا نړیوال نظام ته په اشارې ویلي، دا مهال نړۍ کې شاوخوا ۶۰ سلنه جګړې روانې دي. وانګ یي د خبرو اترو له لارې د دې جګړو د پای ته رسولو غوښتنه کړې، ځکه پر وینا یې د نړۍ ډېر خلک د همدغو جګړو له امله اغېزمن شوي دي.



