طالبانو وياند ذبیحالله مجاهد، د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې بېاساسه بللې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد د چارواکو خبرو ته هېڅ اهمیت نه ورکوي. مجاهد په خپله تازه مرکه کې ټینګار کړی، چې دوی یوازې د خپل هېواد له ملي حاکمیت او خاورې څخه دفاع ته ژمن دی. هغه زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت ځینو چارواکو د افغانستان د حکومت پر ضد ناسم تبلیغات او بېبنسټه تورونه پیل کړي دي. د مجاهد په وینا، د دغو څرګندونو تر شا اصلي هدف د افغانستان پر وړاندې د یوې منفي فضا رامنځته کول دي، چې دوی یې په کلکه ردوي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ په سرحدي او سیاسي مسایلو کې لفظي شخړې زیاتې شوي، طالبان ټینګار کوي، چې د سیمې امنیت د یو بل تورنولو په ځای په رښتینې همکارۍ کې دی.



