شاه محمود میاخېل د طالبانو پر ضد د ملګرو ملتونو د تحریمونو د کمېټې ماموریت غځېدل د دغې ډلې لپاره د “منفي سیګنلونو” په مانا بللی دی. د پرځېدلي جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت مرستیال ويلي، د سیمې هېوادونو تعامل له دغې ډلې سره په حقیقت کې منفي دی او سربېره پر دې، چې د خپلو اندېښنو د رفع کولو لپاره دی، افغانانو ته یې زیان رسېږي. ښاغلي میاخېل باور څرګند کړی چې افغانستان د اوس لپاره نړۍ ته لومړیتوب نه لري. نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان له دغې وضعیته د اېستلو لپاره باید په هېواد کې د ولسي مشروعیت لپاره زمینه مساعده شي څو مشروع او قانونمند حکومت جوړ شي، که نه افغانستان به انزوا کې وي. دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو د بندیزونو د کمېتې ماموریت غځولی دی. طالبانو په غبرګون کې ویلي، چې د بندیزونو لګول ناکامه تجربه ده. دغې ډلې په رسمي بیانونو کې له نړۍ او په ځانګړې توګه له لوېدیځ وغوښتل، چې د تعامل لاره ورسره خپله کړي.



