د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له مله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکو ویلي، چې پېښه د څلورم فارم په سپین خوړ کې رامنځته شوې ده. د دې پېښې له امله ۲ ماشومان مړه شوي او ۵ نور ټپيان دي. ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، دغه مرمۍ ځکه چاودلې چې، ځايي ماشومانو اور ته اچولې وه. که څه هم ژوبل کسان د ننګرهار عامې روغتیا روغتون ته وړل شوي دي. د ځینو کسانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.



