پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د برلین فلمو فیستیوال د افغان فلم نندارې پرانیستل کېږي

‏د شهربانو سادات په نوم د یوې افغانې فلم ډایرکټرې رومانټیک کومیډي فلم “ښه نارینه نشته” د برلین د فلمونو د نړیوالې جشنوارې د پرانیستونکي فلم په توګه انتخاب شوی دی. دغه فلم د افغانستان په اړه د خپلسرو او غمجنو روایتونو پر ځای د ورځني ژوند رښتیني او انساني اړخونه وړاندې کوي. سادات چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په جرمني کې مېشته ده، ویلي، چې د فلم پرانیستل په نړیوال فستیوال کې د افغان سینما لپاره یو ستر فرصت دی. هغې زیاته کړه: “کله چې نړیوال فلم جوړونکي د افغانستان په اړه فلمونه جوړوي، زیاتره وخت هغه ډېر غمجن وي، خو زموږ فلم هڅه کوي د خوښۍ او انساني اړیکو رڼا هم وښيي.” هغې زیاته کړې، چې خطر منل او لېوالتیا هغې ته د برلین فلم جشنوارې د پرانیستې موکه ورکړې، چې هغه د مارټین سکورسیز او کوېن برادرز په څېر د مشهورو څېرو ترڅنګ ودرېږي. دغه فلم د “نارو” کیسه کوي. دا یوه افغانه خبریاله ده. هغه د خپل مېړه د “خیانت” له امله له هغه جلا شوې وي او وروسته له یوه بل خبریال سره بلدېږي، چې د مینې او انساني اړیکو په اړه یې نظر بدلېږي. سره له دې چې د طالبانو د واکمنۍ له امله فلم جوړول په افغانستان کې غیرقانوني ګڼل کېږي، سادات باوري ده، چې افغانان به دغه فلم د انلاین نسخو له لارې وګوري.

- Advertisment -spot_img