چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له سوریې عراق ته د داعش په استول شویو یندیانو کې افغانان هم شامل دي

له سوریې څخه عراق ته په زرګونو لېږدول شویو داعشیانو کې یو شمېر افغانان هم شامل دي. د راپورونو له مخې، په دغو بندیانو کې ۲۴ افغان اتباع هم شامل دي. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا، عراق او سوریې ترمنځ د یوې هوکړې پر اساس، د داعش شاوخوا ۵۵۰۰ غړي چې په سوریه کې بندیان وو، عراق ته لېږدول شوي دي. ټاکل شوې، چې د داعش ۷ زره بندیان له سوریې عراق ته ولېږدول شي. عراقي چارواکو ویلي، چې دا بندیان به د عراق په بېلابېلو زندانونو کې وساتل شي او دوسیې به یې د عراق د قضايي نظام له لوري وڅېړل شي. د چارواکو په وینا، سوریه یان د دغو بندیانو تر نیمایي ډېر جوړوي. عراقي چارواکو ټینګار کړی، چې دا کسان به د عراق په محکمو کې محاکمه شي او د هغو کسانو لپاره چې «د عراق د خلکو پر وړاندې یې جرمونه کړي»، د قضايي دوسیو د بیا پرانیستو لړۍ پیل شوې ده. خو عراقي قاضي علي حسین جفات، چې له سوریې څخه د داعش د راوستل شویو بندیانو د پلټنو مشري کوي، وایي چې د بندیانو د ډېر شمېر له امله دا کار (محاکمه) اسانه نه دی. ډېری بندیان تنفسي ناروغۍ لري او له همدې امله به په عراق ته ټول معاینه شي. یوه عراقي چارواکي ویلي چې تر چهارشنبې پورې د داعش ۵ زره او ۴۶ بندي غړي عراق ته داخل شوي دي. د هغه په وینا، له دې ډلې ۳ زره او ۲۴۵ تنه سوریان او ۲۷۱ تنه عراقیان دي. دا بندیان په تېرو کلونو کې د سوریې په شمال‌ختیځ کې په هغو زندانونو او کمپونو کې ساتل کېدل، چې د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (کوردانو) تر کنټرول لاندې وو. د سوریې د حکومت له لوري پر دغو سیمو د کنټرول له پراخېدو سره، عراقي چارواکو اندېښنه څرګنده کړې، چې د یادو زندانونو د مدیریت وړتیا کمه شوې، او همدې موضوع د بندیانو د انتقال بهیر چټک کړی دی. له بلې خوا د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د عراق په زندانونو کې د بندیانو شمېر زښت زیات دی. دغه سازمان همدارنګه د عادلانه محاکمې د نشتوالي، د شکنجې له لارې د اعتراف اخیستلو او د ترهګرۍ ضد قانون پر بنسټ د اعدام په ګډون سختو سزاوو ته اشاره کړې ده. له سوریې څخه عراق ته په استول شویو داعشي بندیانو کې د ۲۴ افغانانو تر څنګ د اروپايي هېوادونو، منځنۍ اسیا، سوریې، عراق او ایران اتباع هم شامل دي. خو ډېری د تونس، سویې، عراق، مراکش، ترکیې او مصر دی.

- Advertisment -spot_img