د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران د نفت وزارت له مرستیال سیدعليمحمد موسوي سره په کتنه کې غوښتنه وکړه، چې ایران دې افغانستان ته د تېلو او مایع ګازو په پلور کې ځانګړی تخفیف په پام کې ونیسي. موسوي کابل ته له دې پیغام سره سفر کړی، چې تهران غواړي افغانستان ته د سونتوکو او مایع ګازو صادرات زیات کړي. نوموړي پرون د عزیزي تر څنګ د طالبانو د کانونو وزارت له مرستیال عبدالرحمان قانت سره هم ولیدل. د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ایران د نفت وزارت مرستیال په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د تېلو د صادراتو د زیاتولو لپاره چمتووالی اعلان کړ. هغه همداراز ټینګار وکړ، چې ایران چمتو دی د افغانستان د چاڼځایونو د کارکوونکو د تخنیکي وړتیاوو د لوړولو لپاره همکاري وکړي. په مقابل کې، نورالدین عزیزي د ایران د صادراتي سونتوکو د کیفیت د ښه والي پر ساتلو ټینګار وکړ او د بیو د راکمولو او افغان پېرودونکو ته د ځانګړي تخفیف غوښتنه وکړه. هغه له ایراني لوري وغوښتل، چې افغانستان ته د ایران له لارې د تېلو او مایع ګازو د ترانزیت لپاره نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي. عبدالرحمان قانت ویلي، چې د کورنیو چاڼځایونو د کیفیت د ښه کولو او د تخنیکي ظرفیت د لوړولو لپاره لېوالتیا لري. د طالبانو د چارواکو په وینا، موسوي اعلان وکړ چې ایراني خصوصي شرکتونه او پانګهوال د افغانستان د کانونو د سپړنې، استخراج او پروسس په برخو کې پانګونې ته لېوال دي. د ایران د نفت وزارت مرستیال همدا راز ویلي، چې هېواد یې چمتو دی افغان انجنیران د تېلو، ګاز، تصفیې او جامدو کانونو په برخو کې وروزي. په مقابل کې، د طالبانو د کانونو وزارت مرستیال ویلي، چې د ایراني شرکتونو د پانګونې د جلب لپاره به نورې اسانتیاوې برابرې شي. ایران د افغانستان له مهمو سونتوکو برابرونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. سره له دې چې افغانستان د مسو، وسپنې، لیتیوم او قیمتي ډبرو بډایه زیرمې لري، خو د زیربناوو کمښت، نړیوال بندیزونه او د طالبانو د حکومت نه رسمیت پېژندنه د پانګونې بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی.



