په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي(یوناما) د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت نن په یوه بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې دا مهمه ورځ په ډیرې خواشینۍ سره نمانځو. یوناما په خپل بیان کې چې په خواله رسنیو کې یې شریک کړی ویلي، چې یو زر شپږ سوه اووه ورځې کیږي چې د افغانستان واکمنو چارواکو له دوولس کلونو څخه د پورته عمر نجونو پر مخ د زده کړې دروازې بندې کړې دي. یوناما په دې بیان کې یو ځل بیا په ټینګار سره له واکمنو چارواکو غوښتي، چې دا بندیز لرې کړي. د فبرورۍ یوولسمه په نړۍ کې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده، چې په دې مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش هم د ټولې نړۍ له هیوادونو غوښتي چې د ښځو او نجونو د زده کړو او کارموندنې په لارو کې پراته خنډونه لرې کړي.



