د برېتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د جفري اېپسټین د قضیې له اړوندو جنجالونو او سیاسي فشارونو سره سره د استعفا غوښتنې رد کړې او ویلي یې دي، چې د خپلې دندې د دوام لپاره به مبارزه کوي. د راپورونو له مخې، پر سټارمر فشار وروسته له هغه زیات شو، چې واشنګټن لپاره د برېتانیا د سفیر په توګه د پیټر منډلسن پر ټاکلو نیوکې وشوې، ځکه د هغه د اړیکو موضوع له جفري اېپسټین سره بیا را برسېره شوې ده. د سکاټلنډ د کارګر ګوند مشر انس سَرور هم له سټارمر د استعفا غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې په لندن کې باید مشرتابه بدل شي، څو روانه لانجه پای ته ورسېږي. خو د لومړي وزیر دفتر ویلي، سټارمر د برېتانیا د خلکو له خوا د پنځو کلونو روښانه ماموریت لري او خپلې دندې ته به دوام ورکوي. راپورونه وايي، په همدې لړ کې د سټارمر دوه نږدې سلاکارانو هم دندې پرېښې دي. بل خوا د برېتانیا د حکومت یو شمېر لوړپوړو وزیرانو او احتمالي سیاسي سیالانو د سټارمر ملاتړ اعلان کړی او پر ګوندي یووالي یې ټینګار کړی دی. راپور زیاتوي، چې د اېپسټین اړوند تازه خپاره شوي اسناد او د منډلسن د ټاکنې موضوع د سټارمر حکومت له جدي سیاسي فشار سره مخ کړی او تمه ده نوموړی د خپل ګوند له وکیلانو سره هم د روان وضعیت په اړه وګوري.



