روسیې له ترهګرۍ سره مبارزه د برېکس ډلې مهم لوړیتوب بللی او ویلي یې دي، چې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې په دې تړاو خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف له یو ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې په ډاکه کړې، چې مسکو او نوی ډیلی په دې هڅه کې دی، ترڅو د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د ترهګرۍ پر ضد د یو نړیوال تړون د رامنځته کېدو لپاره ګډ کار وکړي. لاروف ویلي پر دې موضوع د دواړو هېواونو په کچه کار روان دی، خو تر دې دمه یې د نړيوالې مشورې لپاره نه ده وړاندې کړې. هغه همدارنګه ویلي، چې هند د بریکس د روان کال د اجنډا په لړ کې د خوړو او انرژۍ پر امنیت او د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پر خونديتوب هم ټینګار کوي. نوموړي ویلي، مسکو له ۲۰۲۱ کال راهیسې له طالبانو سره اړیکې پراخې کړي او د هغوی حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی. لاوروف په خپله مرکه کې ویلي چې هند به د روانې فبرورۍ میاشتې په ترڅ کې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د یو نړیوال کنفرانس کوربهتوب وکړي او روسیه به په کې فعاله ونډه ولري. هغه د مصنوعي ځیرکتیا په پوځي کارون کې د شفافیت پر اړتیا ټینګار هم کړی دی. د روسیې دغه لوړ پوړي چارواکي نړۍ د څو قطبي نظام پر لور روانه بللې او د بریکس غړو او نورو راټوکېدونکو هېوادونو د اقتصادي ودې نړیوال توازن د بدلون خبره یې کړې ده.



