چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو د بندیزونو د څارونکي ټیم د ماموریت په اړه امنیت شورا کې رای اچونه کېږي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې اوونۍ په وروستۍ (پنجشنبه) غونډه کوي څو د هغې مسودې د پرېکړه‌لیک رایې واخلي، چې د طالبانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار د ټیم د ماموریت د غځولو لپاره وړاندې شوې ده. د امنیت شورا د راپور له مخې، دا مسوده د بندیزونو د څار د ټیم د ماموریت د غځولو وړاندیز کوي، چې د روان میلادي کال د فبرورۍ تر ۱۷ پورې به دوام ولري. دا ټیم د افغانستان د بندیزونو له کمېټې سره مرسته کوي، هغه کمېټه چې د امنیت شورا د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک پر بنسټ جوړه شوې ده. په راپور کې ویل شوي، که څه هم طالبانو د سولې او امنیت په برخو کې ښه‌والي راوستی، خو ښځو، نجونو او اقلیتي ډلو له رامنځته شوي وضعیت څخه ګټه نه ده اخیستې. د امنیت شورا د معلوماتو له مخې، پر طالبانو لګېدلي بندیزونه د شتمنیو کنګل کېدل، د سفر بندیزونه او د وسلو بندیزونه رانغاړي، چې پر اړوندو اشخاصو، ډلو، شرکتونو او بنسټونو عملي کېږي. د بندیزونو په نوملړ کې د شاملېدو معیارونه هغه فعالیتونه او ملاتړونه دي، چې د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات لپاره ګواښ بلل کېږي. طالبانو تر دې مخکې څو ځله د امنیت شورا د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې له ملګرو ملتونو او د دې سازمان له غړو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي. د امنیت شورا په تازه راپور کې همداراز راغلي، چې له بشري استثناوو پرته، چې د ۲۶۱۵ پرېکړه‌لیک له مخې د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې تصویب شوی، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان د بندیزونو د کمېټې ماموریت په اساسي ډول نه دی غځول شوی. د بندیزونو دا کمېټه د امنیت شورا یو فرعي اورګان دی، چې د بندیزونو نوملړ څاري، د معافیت غوښتنې ارزوي او د څار ټیم د راپورونو او سپارښتنو له لارې د بندیزونو د پلي کېدو په برخه کې له غړو هېوادونو سره همکاري کوي. یاد ټیم د داعش او القاعده پر ضد د بندیزونو له کمېټو سره هم مرسته کوي. د امنیت شورا د ۲۷۳۴ پرېکړه‌لیک له مخې، چې د ۲۰۲۴ کال د جون په ۱۰مه تصویب شو، د دې ټیم ماموریت د ۲۰۲۷ تر جون پورې غځول شوی دی. د امنیت شورا غړو د دې ټیم وروستی راپور د تېر کال د نوومبر په ۱۷مه ترلاسه کړی و.

- Advertisment -spot_img