اروپايي ټولنې خبر ورکړی، د هغو افغان وګړو د اېستلو پلان عملي کوي، چې د ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې حق یې نه دی ترلاسه کړی. د اروپايي ټولنې ویاند مارکوس لامرت اوس ویلي، چې د دې ټولنې چارواکي افغانستان ته دوه تخنیکي سفرونه وکړل څو خپل هېواد ته د افغان کډوالو د احتمالي ستنولو د تنظیم چارې وڅېړي. د فرانس پرس خبري آژانس د راپور له مخې دې اعلان د کډوالو لپاره د ملګروملتو د لوبې کمېشنرۍ UNHCR اندېښڼې پارولې دي. د UNHCR ویاند عرفات جمال ویلي، دا د ډېرې اندېښنې وړ خبره ده، ځکه داسې ښکاري، چې دا پالیسي د واقعي پوهې نه بلکې د غبرګون او احساساتو پربنسټ ولاړه ده. د احصائیو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې په اروپا کې د سیاسي پناه په غوښتونکو کې د افغانانو شمېر تر ټولو ډېر و، او له افغانانو وروسته د وینزویلا او سوریې کډوال وو.



