د افغانستان فوټسال فدراسیون مسئولينو خبر ورکړی؛ چې افغان ملي لوبډله د اسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې، نن د سې شنبې په ورځ په یوه حساسه لوبه کې د جاپان پر وړاندې له ماتې سره مخ شوه او له دغو سیالیو څخه ووتله. دوی زياتوي، افغان ملي لوبډلې د جاپان پیاوړې لوبډلې ته د ۶ پر صفر په پایله کې لوبه وبایلله. د دوی په وینا، دا لوبه د یادو سیالیو په کوارټر فاینل پړاو کې ترسره شوه. دا په داسې حال کې ده، چې د فوټسال ملي لوبډلې دې پړاو ته تر رسېدو وړاندې مالیزیا او سعودي عربستان ته ماتې ورکړې وه، خو له ایران او جاپان څخه یې ماتې وخوړه. د اسیا د فوټسال ملتونو جام دا اتلسم پړاو سیاليو که که څه هم افغان لوبغاړي له دغه پړاو څخه بهر شول، خو تر دې ځایه رسېدل د هېواد د فوټسال په تاریخ کې یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.



