د ملګرو ملتونو خوړو سازمان خبر ورکړی، چې په هرات ولایت کې یې له سلګونو کسانو سره مرستې کړې دي. دغه سازمان پر اېکسپاڼه لیکلي، چې په هرات کې یې د ژمي موسم کې له سختو وارو او یخنیو سره د مخ افغانانو خوارکي ملاتړ کړی دی. د خوړو سازمان ویلي، چې د دغو مرستو په لړ کې یې له ۷۳۰ زرو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې ده، ترڅو د ژمي په یخو شپو او ورځو کې یې نسبي ملاتړ شوی وي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې په ترسره شویو مرستو کې، اوړه، غوړي، نخود او لوبیا شامل دي. د ملګرو ملتونو د خوړ اداره داسې مهال په هرات کې د مرستو د وېش خبره کوي، چې په افغانستان کې ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د نړیوالو بشري سازمانونو له مخې په افغانستان کې اقلیمي بدلون د دې سبب شوی، چې زلزلې، سیلابونه او وچکالي رامنځته کړي. د غو سازمانونو افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډالو جبري ستنېدنه بل هغه لوی لامل بللی، چې خلک یې له بېوزګارۍ او کورنیو ستونزه مخ بللي دي. د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال وروسته، چې طالبان واک ته رسېدلې ګڼې ښځې او مېرمنې له کار څخه منع کړای شوې، چې دې کار د کورنیو عوایدو کچه ښکته کړې او ګڼې هغه کورنۍ یې له ستونزه مخ کړي، چې کورنۍ لګښت یې د ښځو معاشونو ور پوره کاوه.



