پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

فاریاب کې د یوه پخواني نظامي جسد موندل شوی

د فارياب ځايي سرچینو خبر ورکړی، چې د ولسي پاڅونوالو غړی صبغت‌الله په «وحشتناک» ډول وژل شوی او ټوټه‌ټوټه شوی مړی یې په فاریاب کې موندل شوی دی. د ځايي سرچینو په وینا؛ صبغت‌الله د فاریاب د بندر ولسوالۍ د «کرکري» کلي اوسېدونکی و او جسد یې د میمنې ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې پیدا شوی دی. د سرچینو په خبره، ناڅرګندو کسانو د ولسي پاڅونوالو دا غړی په وحشتناکه توګه وژلی دی. تر اوسه د دې پېښې عاملان او انګیزه څرګنده نه ده. د راپورونو له مخې، په وروستیو میاشتو کې د هېواد د یو شمېر ولایتونو امنیتي وضعیت خراب شوی او هره ورځ د مرموزو وژنو شاهد وي. پرون د کندهار په سپین‌بولدک کې د درېیو مېرمنو جسدونه و موندل شول، په تصويرونو کې ښکارېده، چې یادې مېرمنې په بې رحمانه توګه وژل شوې دي. په تېرو څو اوونیو کې ناڅرګندو وسله‌والو په هرات کې څو ځوانان وژلی و. طالبان تل ادعا کوي، چې په افغانستان سراسري امنیت ټينګ دی، خو اوسېدونکي بیا باوري دي چې هغوی د هېواد د امنیتي وضعیت د سمبالولو وس نه لري او وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي.

- Advertisment -spot_img