جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح ويلي، د طالبانو د ۲۰۲۵ کال بودیجه په بشپړ ډول د ولسي ګټو پر ځای د هغوی پر خپلو پوځي او اداري چارو متمرکزه ده. د امرالله صالح لخوا خپاره شوي اسناد ښيي چې د طالبانو د ۲۰۲۵ کال ټول عواید څه باندې ۲۰۰ میلیارده افغانۍ (نږدې ۳ میلیارده ډالره) وو. د صالح په وینا؛ ۶۵ سلنه عواید یوازې پر خپله د طالبانو پر لیکو او نظامي ادارو لګول شوي دي. امرالله صالح په خپل دغه پیغام کې په کلکه ټینګار کړی، چې د امریکا نغدي مرستې باید سمدستي ودرول شي، ځکه دا مرستې طالبانو ته دا جرئت او فرصت ورکوي چې د افغانستان ملي عواید پر خپلو جنګیالیو او ادارو مصرف کړي. دا په داسې حال کې دی چې له ۲۰۲۱زېږديز کال راهیسې امریکا په دوامداره توګه کابل ته نغدي ډالر لېږدوي، د امرالله صالح په څېر منتقدین په دې باور دي چې دا پیسې طالبانو ته دا فرصت ورکوي، چې خپل داخلي عواید پر جګړه ییزو او تنظیمي چارو مصرف کړي او د ولس د مړولو بار د نړۍ پر اوږو واچوي.



