سرچینو خبر ورکړی، چې پاکستاني پولیسو شېبه مخکې افغان خبریال جبیر وزیري نیولی دی. د سرچینې په وینا په دې وروستیو ورځو کې په پاکستان کې د هغو افغان خبریالانو د نیولو لړۍ چې نورو هېوادونو ته د تګ انتظار کوي، پراخه شوې ده. د سرچینو په خبره، د دغو نیونو لوی لامل د ویزو نه لرل دي او افغانان په پاکستان کې د اوسېدو ویزې په سختۍ اخلي. له دې وړاندې د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) ویلي وو، چې د تېرو دوو اوونیو په لړ کې پاکستاني پولیسو پنځه افغان خبریالان نيولي دي. دغه سازمان په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی، چې دا کسان اوس خوشې شوي، خو امنیتي ګواښونه او دغه راز خپلسرې او ناقانونه نیونې لا هم دوام لري. په اعلامیه کې راغلي : «د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته، لسګونه افغان خبریالان د خپلو مسلکي فعالیتونو، سانسور، امنیتي ګواښونو او سیاسي فشارونو له امله اړ شوي، چې پاکستان ته پناه یوسي؛ خو له بده مرغه، دوی په تېرو څو کلونو کې په دغه هېواد کې له ناامنه، بېثباته او له وېرې ډک ژوند سره مخامخ دي.» د اعلامیې له مخې، د پاکستان دولت د افغان پناهغوښتونکو ویزې نه تمدیدوي. دغه سازمان د رسنیو له ملاتړ بنسټونو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي، چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي.



