چهارشنبه, مارچ 18, 2026
چهارشنبه, مارچ 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د هېواد په ګڼو ولايتونو کې د ګوزڼ واکسین لړۍ پیل شوه

د طالبانو عامې روغتیا وزارت له لوري د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین لړۍ پیل شوه. د دغه وزارت له لوري پر اېکس خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه کمپاین کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، بلخ، فاریاب، کندز، هرات او بادغیس ولایت کې پیل شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، د ګوزڼ د واکسین پاتې لړۍ به د روان کال د فیبورۍ له دریېمې تر شپږمې په کندهار، هلمند، ارزګان، زابل او د فیبورۍ له نهمې تر دولسمې نېټې پورې په فاریاب او بادغېس کې هم پیل شي. ټاکل شوې په دغه لړۍ کې له پنځو کلونو ښکته عمر لورنکي اووه میلیونه ماشومان واکسين شي. د راپورونو له مخې، افغانستان د نړۍ په کچه د ګوتو په شمار هېوادونو په کتار کې راځي، چې لاهم یې د ماشومان روغتیا د ګوزڼ ناروغي ګواښي.

- Advertisment -spot_img