پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پر اروپايي ټولنې د ايراني چارواکي تنده نیوکه شوې

د ایران د پارلمان مشر د هغو هېوادونو پوځونه تروریستي ډلې بللي، چې د ایران سپاه پاسداران یې تروریستي ډله اعلان کړې ده. محمدباقر قالیباف د پارلمان غونډې ته په وینا کې ویلي، د ایران د قوانینو له مخې هغوی چې سپاه پاسداران تروریستي ډله بولي، خپل پوځونه یې تروریستي ډلې دي. هغه زیاته کړې، چې اروپایانو د سپاه په هدف ګرځولو سره خپلې پښې په تبر ووهلې او ثابته یې کړه چې یوځل بیا یې په ړندو سترګو د امریکا اوامر ومنل. اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې د یو سمبولیک اقدام په ترڅ کې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک د یوه تروریستي سازمان په توګه اعلان کړ. د اروپايي ټولنې غړو دا اعلان وروسته له هغه وکړ، چې دې ځواک په ایران کې د خلکو پراخ اعتراضونه په کلکه وځپل. دا لاریونونه چې ساری یې د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راهیسې لږ لیدل شوی د ډسمبر په ۲۸ مه د ایراني ریال د ارزښت د رالوېدو او ګرانۍ په وړاندې د تهران له بازاره پیل شول، چې وروسته نورو ولایتونو ته وغځېدل او د رژیم پر وړاندې د پراخو اعتراضونو بڼه یې غوره کړه.

- Advertisment -spot_img