پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ندیم «د طالبانو د محاکمو د جزايي اصول‌نامې» منتقدان «کافران» بللي

 د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم د «طالبانو د محاکمو جزايي اصول‌نامې» منتقدان «کافران» بللي دي. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت خپرپاڼه کې راغلي، چې ندیم دا څرګندونې د پکتیا ولایت په یوه دیني مرکز کې د وینا پر مهال کړې دي. نوموړي په خپله وینا کې ویلي چې طالبان  قوانین د «کافرانو د فرمایش» له مخې نه جوړوي. ندیم زیاته کړې، چې د دغو قوانینو منتقدان دا اصول سخت او ظالمانه بولي، خو د هغه په وینا، دا قوانین د اسلامي شریعت پر بنسټ تدوین شوي دي. تر دې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزارت خبرداری ورکړی و، چې د دغې ډلې د قوانینو منتقدان مجرمان ګڼل کېږي او تر قانوني تعقیب لاندې به ونیول شي. طالبانو د دې ډلې د محاکمو په جزايي اصول‌نامه کې غلامي په رسمیت پېژندلې او د ټولنې وګړي یې په بېلابېلو طبقو وېشلي دي. د بشري حقونو بنسټونه وایي، دا اصول‌نامه د مذهبي لږکیو د ځپلو او همداراز د مخالفانو د وژنې لپاره یو څرګند سند دی.

- Advertisment -spot_img