په بلجیم او اروپايي ټولنې کې افغان سفیر او په ناټو کې د افغانستان پخوانی استازی نظیفالله سالارزی ويلي، چې افغانستان د واشنګټن او ناټو متحدانو ترمنځ د لفظي شخړو او سیاسي تورونو ترمنځ هېر شوی دی. سالارزي ویلي، چې پر تېر د لویدیځ مشرانو د روایت جوړونې افراطي تمرکز د دې لامل شوی، ترڅو په افغانستان کې د پرځېدو بشري پایلې له پامه وغورځول شي. نوموړي زیاته کړې: «د دغو سیاسي لوبو او د تورونو د تبادلې شاته میلیونونه افغانان او زرګونه وفادار افغان متحدان په عملي توګه پرېښودل شوي دي؛ هغوی چې د طالبانو تر واک لاندې په سیسټماتیکه توګه له ځپلو، بېوزلۍ، محرومیت او دوامدارې ویرې سره ژوند کوي.» سالارزی ټینګار کړی، چې افغانستان کومه تړل شوی سیاسي دوسیه نه ده، بلکې یوه ژوندی بشري کړکېچ دی او نه پاملرنه ورته د نړیوالې ټولنې اخلاقي او تاریخي مسئولیتونه له پوښتنې سره مخ کوي. په بلجیم کې افغان سفیر ویلي، چې د ناټو مشران نه شي کولی د دغه ناورین پر وړاندې چوپ پاتې شي او باید ځواب ورکړي، چې د میلیونونو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او د همکارو ځواکونو برخلیک یې څنګه هېر کړل شوی دی. هغه همدا راز زیاته کړې، چې ناټو د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دغه سازمان کې د افغانستان غړیتوب هم ځنډولی دی



