پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اوچا: افغانستان کې میلیونونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اټکل کړی، چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې ۱۴.۴ میلیونه کسان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا ولري. اوچا نن پنجشنبه په یوه راپور کې ویلي، چې له دې منځه به ۷.۲ میلیونه کسان تر پوښښ لاندې ونیول شي. د اوچا د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو ۵۴ سلنه ماشومان او ۲۴ سلنه ښځې جوړوي. همدا راز، دغه دفتر زیاته کړې، چې پاتې ۱۰ سلنه کسان معلوليت لرونکي دي. اوچا ټینګار کړی، چې د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ۱۹۰ میلیونه ډالرو څخه زیاتې بودجې ته اړتیا ده. دغه دفتر ویلي، چې افغانستان به همداراز په روان کال کې د نړۍ له تر ټولو ستر بشري ناورین سره مخ وي. د راپور له مخې، په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان کې پر بشري مرستو متکي دي.

- Advertisment -spot_img