پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ښځو د اقتصادي پياوړتيا په موخه اوږدمهالې پانګونې اعلان شوې

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یوان‌ډي‌پي) ویلي، چې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د محلي سوداګریزو نوښتونو د پراختیا پروګرام (WE-LEAD) دویم پړاو د لنډمهاله مرستو له تګلارې څخه اوږدمهاله پانګونو ته یو هدفمند او سنجول شوی بدلون دی، چې موخه یې اقتصادي وده، د کار فرصتونو رامنځته کول او د ښځو اقتصادي ګډون پیاوړی کول دي. ياد بنسټ ويلي دا پړاو د پخوانیو تجربو او د سیمې پر بنسټ د پراختیايي نوښتونو له لاسته راوړنو سره سم طرحه شوی او ښځو ته به د اقتصادي فعالیت په بېلابېلو پړاوونو کې، له غیررسمي سپمایي ډلو نیولې تر کوچنیو او منځنیو سوداګریو پورې، مالي او غیرمالي ملاتړ برابر کړي. د راپور له مخې، دغه پروګرام د هغو خنډونو د له منځه وړلو لپاره عملي ګامونه اخلي، چې د ښځو اقتصادي ګډون محدودوي، لکه مالي سرچینو ته محدود لاسرسی، بازارونو ته د نښلولو نشتوالی، د مسلکي مهارتونو کمښت او د دوامدار عاید د فرصتونو کموالی. په دې لړ کې به د اسلامي او شرعي اصولو سره سم مالي میکانېزمونه، سوداګریزې روزنې، لارښوونې او د بازار موندنې اړیکې پیاوړې شي. یوان‌ډي‌پي زیاتوي چې د پروګرام له مهمو برخو څخه د سپمايي غیررسمي ډلو بدلول په شرعي مطابق ګرځنده سپما او پور ورکولو ټولنو، د ښځو لپاره د اسلامي کوچنیو پورونو پراخول، د ښځو په مشرۍ کوچنیو سوداګریو ته د سوداګریزو خدمتونو برابرول، د سیمه‌ییزو ارزښت لرونکو زنځیرونو سره د ښځو نښلول او د ټولنیزو سوداګریزو نوښتونو ملاتړ شامل دي. دا پروګرام به د افغانستان په هغو مرکزي او لوړو سیمو کې پلي شي چېرې چې د ښځو کاري ګډون کم او مالي خدمتونو ته لاسرسی محدود دی، او موخه یې دا ده چې د ټولنې پر بنسټ خوندي، ټول‌شموله او دوامدار اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي. یوان‌ډي‌پي ټینګار کوي چې د WE-LEAD دویم پړاو به د کورنیو اقتصادي مقاومت پیاوړی کړي، د ښځو عاید به لوړ کړي او د اقتصادي پرېکړو په بهیر کې به د ښځو رول زیات کړي، چې دا چاره به د افغانستان د پراخې اقتصادي رغونې او د کارموندنې د ودې لپاره مهمه ونډه ولري.

- Advertisment -spot_img