د جرمني دفاع وزیر د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ څخه غوښتي چې په افغانستان کې د ناټو د تیر حضور په اړه خپلو څرګندونو څخه بښنه وغواړي. ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي، چې د ناټو متحدینو افغانستان کې د جګړې له لومړۍ کرښې ځانونه لیرې ساتل. د اروپايي هیوادونو نورو سیاستوالو او پخوانیو پوځیانو هم د ټرمپ په دغو څرګندو سختې نیوکې کړي او د ناټو د متحدینو د ژور خپګان سبب شوې دي. د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي: دا سمه نه ده او دا بې احترامي ده، چې د خپلو متحدینو د مړو په اړه په دې ډول خبرې وکړئ. دوی ټول هلته د امریکا ترڅنګ ولاړ وو. نن ورځ که کومه بله ادعا وشي هیڅ حقیقت نه لري. د جرمني زرګونو سرتېرو د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې د ناټو په لیکو کې فعالیت کړی او د دوی ۵۹ عسکر هلته وژل شوي دي. ښاغلي پیستوریوس ویلي، چې دامریکا دفاع وزیر پیت هاګسیت سره خپله راتلونکې غونډه کې به په دې اړه خبرې وکړي او له ولسمشر ټرمپ څخه یې وغوښتل چې د ناټو له متحدینو کلکه بښنه وغواړي. هغه وویل چې دا بښنه غوښتل به په ټکو یې”د نجابت، درناوي او همدارنګه د بصیرت نښه وي.” د پیستوریوس له دغو خبرو مخکې د بریتانیا د صدراعظم کییر ستارمر په شمول نورو اروپايي سیاستوالو هم د ټرمپ د څرګندونو په هکله ورته خبرې کړي. د بریتانیا صدراعظم کییر ستارمر د ټرمپ څرګندونې “وحشتناکې” وبللې. خو ټرمپ د تېرې شنبې په ورځ سره لدې چې له خپلو څرګندونو په اړه له ناټو بښنه وغواړي یوازې یې د بریتانیا سربازان” ستر او زړور ” وبلل. د اسټرالیا، ایټالیا، ډنمارک او پولنډ صدراعظمانو، او د ناټو د نورو غړو او متحدو هېوادونو چارواکو هم د افغانستان په جګړه کې د دوی د ونډې په اړه د ټرمپ پر څرګندونو سخت انتقادونه کړي دي.



