پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ولي رحیمي د اسیا المپیک شورا د “لیاقت” جایزه ګټلې

په تعبید کې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې مشر حفیظ الله ولي رحیمي د اسیا د المپیک شورا د “لیاقت”جایزه ګټلې ده. هغه ته دا جایزه د ازبيکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د دې شورا په۴۶مه عمومي غونډه کې ورکړل شوه. رحیمي له ۲۰۱۸ کال راهیسې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې مشري په غاړه لري. په ۲۰۲۱کال کې د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته دې کمېټې په تعبید کې په کار پیل وکړ، چې مشري يې ښاغلی رحیمي کوي. که څه هم د افغانستان دننه د طالبانو حکومت احمد الله وثیق د المپیک د ملي کمېټې د مشر په توګه ټاکلی، خو د المپیک نړیواله کمېټه او د دې شورا د اسیا برخه ښاغلی رحیمي په رسیمت پېژني. په تعبید کې د افغانستان د المپیک ملي کمېټه نړیوالو لوبو ته افغان لوبغاړي معرفي کوي.

- Advertisment -spot_img