د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ د یو شمېر بنسټونو د جوازونو د لغوه کېدو او د فعالیتونو د بندېدو تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. د یاد سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: « لومړني معلومات ښيي چې د «افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ، افغان مطبوعاتي مرکز او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې» جوازونه تمدید شوي، خو د یو شمېر نورو بنسټونو فعالیتونه بیا لغوه شوي دي.» خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پرېکړه، له شفافو حقوقي او مسلکي معیارونو پرته عملي شوې او زیاتوي، چې دا پرېکړه د رسنیو د ازادۍ، د خبریالانو د خوندیتوب او د معلوماتو د ازاد بهیر لپاره ناوړه او جدي پایلې لرلای شي. د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان ټینګار کړی، چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه د افغانستان د رسنیز چاپېریال مهمه برخه ده او د دوی فعالیت د خبریالانو د مسلکي خوندیتوب، قانوني ملاتړ، ظرفیت لوړونې او د بیان ازادۍ د ساتنې لپاره حیاتي ارزښت لري. سرچینې ویلي، چې د دې بنسټونو محدودول یا تړل، عملاً د خبریالانو پر امنیت، کار او د خلکو پر حق د معلوماتو لاسرسي نېغ په نېغه منفي اغېز لري. افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان له طالبانو غوښتي، چې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د جوازونو د لغوه کولو پرېکړې بیا وڅېړي؛ روښانه، شفاف او عادلانه معیارونه د بنسټونو د ثبت او فعالیت لپاره اعلان کړي او د رسنیو ملاتړکوونکو بنسټونو ته اجازه ورکړي، چې د بیان ازادۍ په رڼا کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي. دا سازمان داسې مهال دا غبرګون ښيي چې تازه د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت پرېکړه کړې، چې له درېيو ادارو پرته یې نور د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ټولو سازمانونو جوازونه لغوه کړل. یاد وزارت زیاته کړې، چې دوی دا چاره د خبریالانو له شکایتونو وروسته څېړلې او بیا یې دا موندلې، چې دوی د خبریالانو د ستونزو د حل پر ځای دوی ته نورې ستونزې هم را ولاړې کړې دي.



